تازه خبرونه
د ولسمشريزۍ د اته كانديدانو د ټاكنيزو لگښتونو بودجه ثبت شوه
< ![endif]–>
د ولسمشريزو ټاكنو۱۱ كانديدان د خلكو د باور خپلولو لپاره پر ټاكنيز كمپاين بوخت دي. د قانون په بنسټ هر كانديد مكلف دى، چې په ټاكنيز كمپاين كې لس ميليون افغانۍ ولگوي او د خپلې ټاكنيزې بودجې اندازه هم په ځانگړيو فورمو كې درج كړي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون كميشنر سريراحمد برمك وايي، تر اوسه گل آغا شېرزي، عبدالرحيم وردگ او داود سلطان زوى د خپلو ټاكنيزو مبارزو اندازه نه ده ثبت كړې.
ښاغلي برمك دا يوه سرغړونه بولي او وايي، كه په دې برخه كې ژر اقدام ونه شي، د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون ته به د قانوني تعقيب په خاطر وپيژندل شي.
ښاغلى برمك زياتوي، د ولسمشريزو ټاكنو كانديدان مكلف دي، چې لس ميليون افغانۍ ولگوي او د ټاكنو په قانون كې به هيڅ بدلون را نه شي.
د افغانستان د رڼو ټاكنو بنسټ يا فيفا رييس نعيم ايوب زاده وايي، د ټاكنو خپلواك كميسيون له لوري د ټاكنيزو لگښتونو د بودجې ټاكل او ترې څارنه ځواب ويونكې نه ده.
د ولسمشريزو ټاكنو ټاكنيز كمپاين د وري تر۱۳ دوام كوي، تر يوې مياشتې به د ولايتي شوراگانو ۲۷۰۰ كانديدان هم خپل ټاكنيز كمپاين پيلوي.