1393ټاكنې
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند قيوم كرزى له خپلې كانديداتورۍ د زلمي رسول په ګټه تېر شو
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند قیوم کزری له خپلې كانديداتورۍ څخه د ولسمشريزو ټاكنو د بل كانديد ډاکتر زلمي رسول په ګټه تېر شو.
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره يوولس كسان ولاړ دي، چې د كانديدانو د شمېر را كمولو هڅې له مخكې روانې وي، چې په دې اړوند يوه جرګه ګۍ هم كار كوي.
كه څه هم دغې جرګې هڅې كولې، چې د ولسمشرۍ د دوو كانديدانو قيوم كرزي او زلمي رسول تر منځ د تفاهم زمينه برابره كړي، خو د جرګې لومړۍ غونډې نتيجه ورنكړه.
په تازه پرمختګ كې د قيوم كرزي د ټاكنيز كمپاين غړي غفور احمد جاويد اريانا ټلويزيون ته تائيد كړه، چې د چهارشنبې ورځې ( د کب ۱۴ ) د خبرو په ترڅ كې قيوم كرزى د زلمي رسول په ګټه تېر شو.
په همدې حال کې د سیاسی چارو کارپوهان مجیب خلوتګر او عباس نویان وایي، که دغه کار د ملی ګټو پر اساس شوی وي نو د راتلونكي لپاره نيك ګام دی.
په همدې وخت كې د زلمي رسول د ټاكنيز كمپاين يوه غړي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د زلمي رسول په ګټه د قيوم كرزي د تېرېدنې پخلى وكړ.
قيوم كرزى په داسې حال كې د زلمي رسول په ګټه تير شوى، چې د ولسمشرۍ د كانديدانو راى پاڼې چاپ شوې دي.
همدارنګه د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد د ولسمشرۍ له كانديد ډاكتر زلمي رسول څخه ملاتړ اعلان كړ.
دوى پر زلمي رسول غږ وكړ، چې له بحران څخه د افغانستان د ژغورنې لپاره اغېزناك پروګرامونه جوړ كړي.
زلمی رسول بيا وايي، چې په ټاكنو كې د ګوندونو ونډه كولى شي، د ټاكنو شفافيت تضمين كړي.
داسې برېښې، چې د ټاكنو ورځې ته په ورنږدې كېدو د سياسي ډلو او ګوندونو تر منځ د كانديدانو د ملاتړ ډلبندۍ هم مخ پر ځواكمنېدو دي.