1393ټاكنې
د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایله به سبا ته اعلام شي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ټاکل شوې وه، چې نن (د وږي په ۲۹) د ولسمشریزو ټاکنو د دوه یم پړاو پایله اعلام شي؛ خو د ناځرگندو علتونو پر لامل سبا ته وځنډول شوه.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور وایي:
د ولسمشریزو ټاکنو د دوه یم پړاو د رایو ارزونه مو د شکایتونو له کمیسیون څخه تر لاسه کړې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د ملي وحدت حکومت جوړولو ته د دواړو نوماندانو هڅې د ستایلو وړ دي.
ښاغلی نور ټینگار کوي ، چې د دغو نوماندانو سیاسي همغږۍ ته به ونه کتل شي او کیدی شي سبا ته د ټاکنو پایلې اعلان کړو.