سیمه ییز خبرونه
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنې به د تېرو ټاكنو په پرتله ډاډمنې وي
د ټاكنو د خپلواك كميسيون كمشنر وايي:
افغانانو ته زمينه برابريږي، چې د ديموكراسۍ تر چتر لاندې د درېيم ځل لپاره هم خپل ولسمشر وټاكي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون كمشنر سرير احمد برمك وايي:
د دې بنسټ نوي غړي له هيڅ قوم يا سياسي گوند سره تړلي نه دي او هڅه كوي د راتلونكي كال ټاكنې له تېرو ټاكنو سره زيات توپير ولري.
د ټاكنو خپلواك كميسيون د راتلونكيو ټاكنو د تر سره كولو لپاره څه باندې درې سوه ميليون دالرو ته اړتيا لري.
ښاغلي برمك په ډاگه كړه، چې د افغانستان نړيوال متحدين به دا پيسې برابرې كړي.
ټاكل شوې ولسمشريزې او د ولايتي شوراگانو ټاكنې د راتلونكي لمريز كال د وري په ۱۶ تر سره شي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون مسوولين وايي، ټاكل شوې د دې ټاكنو د كانديدانو د نوم ليكنې بهير د وږي د مياشتې په ۲۵ پيل شي.
كه څه هم ټاكنو ته د هرې ورځې په تېرېدو ور نږدې كيږو او د امنيت او د ټاكنو د روڼتيا په اړه سر له اوسه اندېښنې موجودي دي.