سیمه ییز خبرونه

د ولسمشرۍ او ولايتي شورا گانو د نوماندانو ۴۷۴ شكايتونه ثبت شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وايي، چي د ولسمشرۍ او ولايتي شورا گانو د لومړني ليست په تړاو د شكايتونو د ثپت لپاره اته څلوېښت ساعته د پنجشنبې په مازديگر(د لړم۲) پوره شوي دي.

دوى په ډاگه كړه، چې تر دې مهاله د څلور سوه څلور اويا شكايتونو له جملې څخه اتلس مورده د ولسمشرۍ د كانديدانو او پاتې نور د ولايتي شوراگانو د كانديدانو لخوا ثبت شوي دي.

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وياند  نادر محسني وويل، چې:

د قانون له مخي به تر شل ورځو پورې دغه شكايتونه او اعتراضونو وڅړړل شي  او بيا به د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د کاندیدانو وروستى نوملړ خپور کړو.

د ولسمشرۍ د كانديدانو له لومړني ليست څخه د حذف شويو شپاړس كانديدانو اتحاديې د ټاكنو پر كميسيون غږ كړى، چې په دوه ورځو كې دې دوى ته هغه قانع كوونكي دلايل وړاندې كړي، چې له مخې يې دوى حذف شوي دي.

ښاغلى نادرمحسني وايي، كه د دوى په څېړونو كې كوم كانديد وړ وخيژي، په وروستي ليست كې به يې شامل كړي.

د ولسمشرۍ له لومړني نوملړه شپاړس كسان له دې كبله حذف شوي، چې ويل كيږي له ټولو ولايتونو څخه يې مناسب ملاتړنه درلود او د سل زره ملاتړو د اسنادو په تيارولو كې پاتې راغلي او يا هم دوه گونى تابعيت لري؛ خو اوس هم  ويل كيږي، چې ښايي د ولسمشرۍ په پاتې لس كانديدانو كې داسې كسان پاتې وي، چې دوه گونى تابعيت ولري.

Trending

Exit mobile version