سیمه ییز خبرونه
د ولسمشرۍ او ولايتي شورا گانو د ټاكنو پر ټاكلې نېټې دې بيا كتنه وشي
د ولسي جرگې غړي وايي، چې:
ښايي په ځينو برخو كې خلك له خپل حق څخه محروم شي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون څرگنده كړې، چې:
دغه نېټه د اساسي قانون پربنسټ اعلام شوې، چې په اړه يې بيا كتنه ناشونې ده.
د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس ټينگار كړى، چې:
په ټاكلې نېټه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنو ته چمتو والى لرو او پخپل وخت به ترسره شي. عبدالعزيز كريمي رپوټ راكوي .
ولسي جرگې د دوشنبه په ورځ(د لړم۲۹) د ولسمشرۍ او ولايتي شورا د ټاكنو په اړه د ټاكنو خپلواك كميسيون چارواكى استجوابيه غوندي ته بللي و.
د ولسي جرگې غړيو نور اكبري او فكوري بهشتي د وري په مياشت كې د ټاكنو د نېټي له اعلام سره مخالفت وښود او وايي، چې:
په دې موده كې په ډېرو سيمو كې خلك د يخني له كبله نشي كولي، چې په ټاكنو كې برخه واخلي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون مشرفضل احمد معنوي په ډاگه كړه، چې:
دا نېټه د اساسي قانون پربنسټ ټاكل شوې او د دغه قانون له مخې د ولسمشرۍ د پېنځه كلنې دورې له پاى ته رسيدو مخكې بايد په شپېتو ورځو كې د ننه ټاكنې وشي.
د ولسي جرگې غړي محمد يونس قانوني او قاضي نذير احمد حنفي د ولسمشرۍ او ولايتي شورگانو ټاكنې په يوه وخت د قانون خلاف بولي او وايي، چې:
بايد د ولسواليو او ولايتي شوراگانو ټاكني په يو وخت كې تر سره شي.
د ټاكنو كميسيون د مشر په وينا:
د مالي امكاناتو له كبله د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكني په يو وخت كې ترتيب شوي؛ ځكه، چې له يوي خوا امنيتي ستونزي دي او له بلي خوا افغان حكومت د ملي بوديجي له لاري د ټاكنو د ترسره كولو ځواك نه لري.