تازه خبرونه

د ولسمشرۍ دواړه نوماندان به پر پاتې مهمو ټکو خبرې وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم مسئولین وايي، چې د پنجشنې په شپه به دواړه کاندیدان پر پاتې اختلافي مسایلو خبرې وکړي.
د سې شنبې په شپه کې د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان په ارګ ماڼۍ کې د افغان ولسمشر میلمانه وو.
د کاندیدانو د ټیمونو غړي وايي، که څه هم په دغه میلمستیا کې د ټاکنو د برخلیک باب کومه پرېکړه ونه شوه، خو د نوی ولسمشر د لوړې مراسمو، په ویلز غونډه کې د افغانستان د ګډون او امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې وشوې.
د همدغو لیدنو په لړ کې به نن شپه دواړه کاندیدان پر مهمو اختلافي مسایلو خبرې وکړي.
په غونډه کې د ملي یوالي د حکومت د جوړښت پر سر وروستۍ پرېکړه کېږي.
د اجرایوي پوست واکونه او د اپوزیسیون د رئيس ټآکل هم د غونډې د خبرو یوه برخه بلل شوې ده.
د اصلاحاتو او همګرایۍ ټیم په داسې حال کې، چې د ټاکنو له بهیر سره يې بیا پرېکون اعلان کړي، مسئولین يې وايي، چې د ستونزو د حل لپاره د خبرو یوازینې لاره پاتې ده.
دوی د نن شپې غونډې ته هیله مند دي، چې کېدای شي اختلافونه پکې حل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم د چارشنبې په ورځ له دواړو کاندیدانو سره خبرې کړي دي.

Trending

Exit mobile version