سیمه ییز خبرونه
د ولسمشرۍ د تېرو ټاكنو كارتونه د باور وړ نه دي-فيفا
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا فيفا په راروانو ولسمشريزو ټاكنو كې د تېرو ټاكنو د كارتونو پركارونې، د سترې محكمې له خوا د ټاكنيزې محاكمې او د كمپاينونو پرلگښتونو محدوديت وغانده.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا فيفا په مزار شريف ښار كې د سه شنبې په ورځ(د سلواغې ۱۰) په يوه خبري ناسته كې د حكومت پردې طرحې، چې د تېرو ټاكنو كارتونه يې د باور وړ وبلل، نيوكه وكړه.
د دې بنسټ مسوولينو همدا راز د سترې محكمې له لوري د ټاكنيزې محكمې را منځته كول، د ټاكنيزو كمپاينونو پر لگښتونو محدوديت او په ولسي جرگه كې د ښځو لپاره د څوكيو مشخصول هم وغندل.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ د پروگرام مسوول نعیم اصغري وايي:
د حكومت د دې پروگرامونو د پلي كيدو په صورت كې به راتلونكې ټاكنې له ننگونو سره مخ شي.
نوموړى زياتوي:
د ټاكنو د قانون په تړاو د وزيرانو د شورا وروستۍ طرحه نيمگړتياوې لري.
د دې بنسټ مسوولين همدارنگه وايي:
د وزيرانو شورا په طرحه كې يوه نيمگړتيا دا ده، چې د سترې محكمې په چوكاټ كې د ټاكنيزې محكمې وړانديز كوي. دا محكمه به د ټاكنيزو شكايتونو د اوريدو د كميسيون ځاى نيسي.
د فيفا مسوولين زياتوي:
دا د ټاكنو په بهير كې د حكومت څرگنده لاسوهنه ده.
۲۰۱۴ م كال ټاكنو ته په نږدې كيدو اندېښنې سر له همدا اوسه پېدا شوي، چې كيداى شي دا ټاكنې په روڼ ډول تر سره نه شي.