سیمه ییز خبرونه

د ولسمشرۍ د لومړي مرستيال د مړينې له كبله په ټول هېواد كې درې ورځنی ملي ماتم اعلان شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د جمهوري ریاست لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم، چې له اوږدې مودې راهيسې د شكرې او زړه له ناروغۍ كړېده، د یکشنبې په ورځ ( د کب ۱۸ ) يې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د هغه مړينه لويه ضايعه بللې او افغان ملت يې د تسليت مراتب وړاندې كړي دي.

افغان دولت د هېواد د ولسمشرۍ د دوه يم مرستيال د مړينې له كبله په ټول هېواد كې درې ورځنۍ ملي ماتم اعلان كړى دى.

دغه راز د هېواد ملي بېرغ به د دريو ورځو لپاره نيمه ځوړند وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې د ولسمشر د  لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم مړينه، یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ده.

ولسمشر حامد كرزي د قسيم فهيم كورنۍ ته د تسليت مراتب وړاندې كړي او هغه يې يو وطن دوست او ستر مجاهد بللى دى.

د ارګ اعلاميه: د هېواد جمهور رئيس، مارشال محمد قسیم فهیم یو وطن دوست افغان، ستر مجاهد او د خلکو خدمتګار وو. د هېواد د ولسمشر د حکم له مخې سر له دوشنبه د کب له ۱۹ مې څخه د کب تر ۲۱ مې د چهار شنبې تر ورځې پورې، د دریو ورځو لپاره په ټول افغانستان کې ملي ماتم اعلانېږي او په دې موده کې به د افغانستان بېرغ نیم ځوړند وي.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس امر الله صالح وايي، چې له بن څخه تر نن پورې د هيواد په سياسي ثبات كې مارشال محمد قسيم فهيم ځانګړى رول درلود.

د احمد شا مسعود د بنياد رئيس احمد ولي مسعود بيا وايي، چې د مارشال مړينه به د هېواد په ملي او سياسي حالاتو خپل اغېز پرېباسي.

مارشال محمد قسيم فهيم له كلونو راهيسې د زړه او شكرې له ناروغۍ كړېده، چې څو ځله د درملنې لپاره بهر هېوادونو ته هم تللى و.

تر اوسه نده معلومه، چې د هغه جنازه به په كابل كې خاورو ته وسپارل شي او يا هم د هغه د كورنۍ له غوښتنې سره سم په پنجشېر كې خاورو ته وسپارل شي.

Trending

Exit mobile version