تازه خبرونه

د ولسمشرۍ د نوماندانو اقتصادي تگلارې نیمگړې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سوداگرۍ او صنايعو خونې د بهرنیو اړیکو مسوول آذرخش حافظي وایي، د سوداگرۍ او صنايعو خونې له ټولو ملي سوداگرو سره له سلا مشورو وروسته یوه اقتصادي تگلار جوړه کړې، چې له نوماندانو سره يې شریکه کړي.

ښاغلى آذرخش زياتوي، له يوې مياشتې را پديخوا هڅه كوو، چې د ولسمشرۍ له كانديدانو سره وگورو؛ خو تر اوسه توانيدلي نه يو.

نوموړي په ډاگه كړه، چې دمکړی په هېواد کې د سوداگر په قوانینو کې ستونزه نشته؛ خو ځینې کړۍ دي، چې په بازارکې لاسوهنه کوي او د سوداگرو په وړاندي ستونزې پيداكوي.

ويل كيږي، چې ترتيب شوې اقتصادي تگلاره د ټولو سوداگرو په مشوره جوړه شوې، چې د راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو له مخكښو كاند يدانو سره يې شريكه كړي.

Trending

Exit mobile version