1393ټاكنې

د ولسمشرۍ د نوماندانو د شتمنۍ او لگښتونو د څارنې غوښتنه وشوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كابل كې يو شمير مدني بنسټونه د ټاكنو له قانون څخه د ولسمشرۍ د يو شمېر نوماندانو په سرغړونه اندېښنه ښيي او د ټاكنو له خپلواك كميسيون څخه غواړي، چې د ولسمشرۍ د نوماندانو د شتمنۍ د ثبت او ټاكنيز كمپاين د لگښتونو لپاره د څار يو ځانگړې ميكانيزم جوړكړي.

د مدني ټولنې غړى حيات الله حيات په ډاگه كړه، چې د ولسمشرۍ د نوماندانو د ټاكنيزو مبارزو په پيليدو په دغه بهير كې له قانون څخه د سرغړونې په اړه اوس نيوكې ډېرې شوي دي.

د مدني ټولنې غړى رحيم جامي وايي، چې دا نوماندان د مدنې ټولنې له نوم څخه ناوړه گټه اخلي او له ښځو، ځوانانو، معلولينو او نورو څخه سياسي استفاده كوي او په ځينو مواردو كې حتا غواړي قومي تعصباتو او ژمنو ته هم لمن وهي.

د مدني ټولنې غړى آذريون متين د ولسمشرۍ له نوماندانو وغوښتل، چې قانون ته درناوى وكړي او داسې ژمنې وكړي، چې د عملي كولو وس يې ولري.

دغه مدني بنسټونو له ټولو لوړ پوړيو دولتي چارواكو وغوښتل، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو په راتلونكيو ټاكنو كې ناپېيلي پاتې شي، چې ټاكنې رڼې او سراسري وي.

Trending

Exit mobile version