1393ټاكنې

د ولسمشرۍ د نوماندانو د لگښت ثبتولو نېټه پاى ته ورسيده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په داسې حال كې، چې د ولسمشرۍ د نوماندانو تر منځ ټاكنيزې هڅې روانې دي، د ټاكنو د قانون له مخې بايد دغه كانديدان په هرو پېنځلس ورځو كې د خپلو لگښتونو رپوت د ټاكنو خپلواك كميسيون ته وړاندې كړي.

د ټاكنيزو هڅو پر پېنځلسمه ورځ د ټاكنو خپلواك كميسيون غړي سرير احمد برمك پر ټولو كانديدانو غږ وكړ، چې هر څومره ژر خپل لگښتي رپوت كميسيون ته وړاندې كړي.

ښاغلى سرير احمد برمك زياتوي، چې كه څه هم زياترو ولايتونو ته راى پاڼې او رنگ ليږل شوي؛ خو اوس هم د ناامنيو له كبله د خلكو اندېښنې پڅپل ځاى پاتې دي.

په پام كې ده د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنې د وري په شپاړسمه تر سره شي.

Trending

Exit mobile version