1393ټاكنې
د ولسمشرۍ د نوماندانو څارونكي دې د رايو څارنه وكړي- خليلي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ولسمشر حامد كرزي دوه يم مرستيال له ټولو افغانانو او د ولسمشرۍ د دواړو كانديدانو له څارونكيو غواړي، چې د رايي اچولو له پروسې جدي څارنه وكړي.
مريم حيدرى گزارش وركوي، چې كريم خليلي څارونكيو ته په خطاب كې وويل:
د درغليو په تړاو د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره بايد سند ولرئ، چې افغانان درغل وپيژني.
د ولسمشر حامد كرزي دوه يم مرستيال كريم خليلي وايي، د ټاكنو د بهير د روڼتيا لپاره بايد خلك هم له خپلو رايو څارنه وكړي.
ښاغلى خليلي د ټاكنو په بهير كې د امنيتي ځواكونو د نه لاسوهنو ډاډ وركوي او زياتوي، چې وسلوال مخالفين د ټاكنو د بهير د گډوډولو توان نه لري.
د افغانستان د ولسمشرۍ دوه يم پړاو ټاكنې د توقع خلاف نن(د غبرگولي۲۴) ښې پيل شوې او اوس بايد په دې تمه شو، چې له دوه نوماندانو به كوم يو ولسمشر كيږي.