1393ټاكنې
د ولسمشرۍ د ټاكنو دوه يم پړاو به له ستونزو سره مخ شي
د وري په شپاړسمه نږدې اووه ميليون افغانانو په ټاكنو كې گډون وكړ. اوس پوښتنه دا ده، چې د ولسمشرۍ د اته كانديدانو له منځه به كوم يو په لومړي پړاو كې د پنځوس جمع يوې رايې په ترلاسه كولو بريالى شي؟
د فيفا اجرائيوي رييس جانداد سپين غر وايي:
ظاهرا دوه يم پړاو ته د ولسمشريزو ټاكنو د تللو په باب د اټكلونو تله درنده ښكاري.
د تيفا رييس محمد نعيم ايوب زاده وايي:
كه څه هم په ټاكنو كې د درغليو لپاره زياتو كسانو او بېلا بېلو اړخونو كوښښ كړى؛ خو په دې ټاكنو كې درغلۍ د دوه زره نهم كال د ټاكنو په پرتله ډېرې نه وې.
د تيفا مسوولين وايي كه، ټاكنې دوه يم پړاو ته ځي، د درغليو او گډوډيو وېره هم ورسره زياتيږي.
ښاغلى جانداد سپين غر زياتوي، چې دوه يم پړاو ته د ټاكنو تلل به كومه ستونزه را منځته نه كړي؛ خو كه د دوه يم پړاو ټاكنې پخپل وخت تر سره نه شي، ستونزې به را منځته كړي.
د ټاكنو د قانون له مخې كه د ولسمشرۍ ټاكنو په لومړي پړاو كې كوم كانديد پنځوس جمع يوه رايه تر لاسه نكړي، ټاكنې دوه يم پړاو ته ځي. د دوه يم پړاو ټاكنې بايد د وروستيو پايلو له اعلان وروسته په دوه اوونيو كې تر سره شي.