سوداگري

د ولسمشرۍ د کانديدانو اقتصادي پروګرامونه تخصصي ندي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ د ټاكنو د نوماندانو اقتصادي پروګرامونه تخصصي او پر لومړيتوبونو ولاړ ندي، د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مسئولين د دې مطلب په څرګندولو سره د ولسمشرۍ ټاكنو له نوماندانو غوښتنه كوي، چي د هېواد د پراخيتا لپاره اقتصادي سكتور او بنسټيزپروژو ته پام وكړي.

د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو د يوولسو نوماندانو مبارزاتي كمپاينونه درې ورځې مخكې پېل شول، او د وري تر ۱۳ به دوام ولري.

كه څه هم، چي د ولسمشريزو ټاكنو نوماندان د سولې، امنيت او د هېواد د پراختيا لپاره خپل اقتصادي پروګرامونه وړاندې كوي، خو د سوداګرۍ او صنايعو د خونې د مديره پلاوي مرستيال خان جان الكوزي وايي:

كه څه هم د دې كانديدانو اقتصادي پروګرامونه تر يو بريده ښه دي خو تخصصي نه دي او لومړيتوبونه په پام كي ندي نيول شوي.

نوموړى همدارنګه وايي، په تېرو دولسو كلونو كې اقتصادي بېخبنا ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې، خو د ولسمشريزو ټاكنو كانديدان بايد دې برخه كې خپل پام زيات كړي.

ښاغلي الكوزي وويل، تر اوسه د ولسمشريزو ټاكنو هېڅ نوماند خپل اقتصادي پروګرامونه په رسمي توګه له دوی سره شريك كړي نه دي.

نوموړی زیاتوي، په پام كې ده، چې د خصوصي سكتور او د ولسمشريزو ټاكنو د كانديدانو په ګډون يوه غونډه جوړه او دې غونډه كې د كانديدانو د اقتصادي پروګرامونو تر اورېدو وروسته په مقايسوي توګه يوې رساله كي  خپاره كړي.

د راتلونكې ولسمشری لپاره يوولس نوماندانو انتخاباتي سيالۍ پېل كړي دي او هر يو د نور ژمنو تر څنګ پر اقتصادي پراختيا ټينګار كوي دوی په دې سياليو كي هڅه كوي تر څو په راتلونكي ټاكنو كې د ولسمشرۍ  ځای خپل كړي.

Trending

Exit mobile version