1393ټاكنې
د ولسمشرۍ شپږ نوماندان خپل شكايتونه سترې محكمې ته سپاري
د ټاكنو د لومړنيو پايلو له څرگنديدو سره په يوه وخت د ولسمشرۍ شپږ نوماندان خپل اعتراضونه او شكايتونه محكمو ته سپاري.
د ولسمشرۍ كانديد گل آغا شېرزى وايي، چې له پېنځه نورو نوماندانو سره به د شنبې په ورځ(د غويى۶) سترې محكمې ته خپله غوښتنه وسپارو.
دوى ادعا لري، چې د وري د ۱۶ په ټاكنو كې درغلي شوې ده.
د ولسمشرۍ دا كانديد د ټاكنو د قسمي پايلو د اعلام له مخې د يو اعشاريه ۶سلنه رايو په گټلو شپږم ځاى كې دى.
د ولسمشرۍ كانديد محمد شفيق گل آغا شېرزى د وري د ۱۶ ټاكنې له درغليو ډكې بولي او د دې غوښتنه لري، چې درغلي كوونكي محاكمې ته راكښل شي.
دى وايي، چې درغلي كوونكي به پرينږدي.
د ولسمشرۍ په ټاكنو كې يواځې يو كس بريالى كيږي، خو كوم نوماندان، چې ټيټ ځاى ته ځي، د ټاكنو په وړاندې كله ناكله دريځ نيسي.
دا اعتراضونه وروسته له دې اوج ته رسيږي، چې دوه يم پړاو ته د ټاكنو د احتمالي تلو په باب شكونه پياوړي كيږي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور د راتلونكې اوونۍ په لړ كې به د ټاكنو خپلواك كميسيون له امنيتي بنسټونو سره د ټاكنو په دوه يم پړاو كې د ټاكنيزو محلونو او مركزونو په باب خبرې وكړي.
داود سلطان زوى د ولسمشرۍ يوازنى كانديد دى، چې د دوه يم پړاو ټاكنو څخه ملاتړ كوي او وايي، چې دى به د ټاكنو په دوه يم پړاو كې له دوه نوماندانو څخه د يوه ملاتړى وي.
د ټاكنو د لومړنيو پايلو له اعلام وروسته به د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون خپلې څېړنې وكړي. دا بنسټ به په هغو شكايتونو او د درغليو په باب شوې ادعاوې وڅيړي، چې ثبت كړي يي دي.
د يادونې وړ ده، چې نن شنبه(د غويى ۶) به د ولسمشريزو ټاكنو لومړنۍ پايلې اعلان شي.