سیمه ییز خبرونه

د ولسمشرۍ ماڼۍ په كونړ ولايت كې د ناتو هوايي بريد وغانده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له ولسمشرۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې:

افغان ولسمشر حامد كرزي د ناتو ځواكونو هغه هوايي بريد په كلكه وغانده، چې له كبله يې د كونړ په شيگل ولسوالۍ كې لس ملكي وگړي وژل شوي دي.

دغه بريد د چهارشنبې په شپه(د سلواغې۲۴) ترسره شوى، په  كې د ناټو هوايي ځواكونو دوه كورونه په نښه كړي او د ښځو او ماشومانو په گډون يې لس تنه وژلي دي.

د ولسمشرۍ په خبرپاڼه كې راغلي، چې:

ولسمشر يو پلاوي ته دنده سپارلې، چې سيمې ته ولاړ شي او د پېښې د څېړلو تر څنگ د قربانيانو كورنيو ته د ده د خواخوږۍ مراتب وړاندې كړي.

خبرپاڼه زياتوي، حامد کرزي یو وار بیا پر خپل دريځ  ټينگار وكړ، چې تروریزم د افغانانو په کلیو او کورونو کې نه دی او دلته به یې په وړاندې جگړه بريالۍ نه شي.

د كونړ ولايت د شگل ولسوالي د پاكستان له باجوړ سره د گډې پولې په لرلو د پام وړ سيمه گڼل كيږي.

Trending

Exit mobile version