1393ټاكنې

د ولسمشرۍ مخكښ نوماندان نه شي كولى، چې ائتلافي حكومت جوړ كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې كه د ټاكنو په لومړي پړاو كې كوم نوماند د بريا لازمې رايي تر لاسه نه كړې، مخكښ نوماندان نه شي كولى، چې ائتلافي حكومت جوړ كړي.

په ولسواكو نظامونو كې، چې ټاكنې يي بنسټ جوړوي، بايد هغه نوماند ارگ ته دننه شي، چې د ټولو رايه وركوونكيو پنځوس جمع يو رايه وگټي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وايي:

كه داسې ونه شي بايد د دوه يم ځل لپاره ټاكنې د دوه مخكښو كانديدانو تر منځ وشي.

د ټاكنو په تېر پړاو كې كه څه هم هيڅ كانديد د گټلو رايي تر لاسه نه كړې؛ خو له دوه يم پړاو ټاكنو څخه د عبدالله عبدالله انصراف دې ته لار پرانيسته، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون حامد كرزى د ولسمشر په توگه اعلان كړي؛ خو اوس پوښتنه داده ده، چې آيا دا كار دې دوره كې هم كيداى شي؟

ټاكل شوې د وري د ۱۶ ټاكنو وروستۍ پايله د غويي په ۲۴ اعلان شي، كه هيڅ كانديد پنځوس جمع يو رايه ونه گټي، د ټاكنو دوه يم پړاو به د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ د غبرگولي په اوومه د دوه مخكښو كانديدانو تر منځ تر سره شي.

Trending

Exit mobile version