تازه خبرونه

د ولسمشرۍ نوماندان امنيتي ستونزې داندېښنې وړ بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ولسمشرۍ يو شمېر نوماندان د ټاكنيزو مبارزو له پېل سره سم په ځينو سيمو كې امنيتي ستونزې داندېښنې وړ ګڼي. دا نوماندان وايي، ښايي په ځينو سيمو كې يې دا ستونزې د كمپاين مخه ونيسي.

د يكشنبه په ورځ ( د سلواغې ۱۳ ) به د ولسمشرۍ څوكۍ د ترلاسه كولو په موخه ۱۱ نوماندان د مبارزې ډګر ته راووځي، د نوماندې ترړې به دوه مياشتې وخت ونيسي، په دې موده كې به نوماندان هڅه وكړي، چې د خپلو كاري پروګرامونو په روښانه كولو سره د خلكو د ملاتړ هڅه وكړي.

خو لكه، چې ليدل كېږي تراوسه هم د دې بهير پروړاندې ستونزې شته.

د ولسمشرۍ د ټاكنو نوماند ګل آغا شېرزى كندهار، هلمند، ننګرهار، فراه، پكتيكا، كندز، بغلان او بدخشان نا امنې سيمې ګڼي او وايي، ښايي د خپلو پروګرامونو د روښانه كولو له پاره د دغه ولايت يو شمېر سيمو ته په تګ ونه توانېږي.

له عبدالرحيم وردك څخه مو هم د ټاكنيزو منډو ترړو د ستونزو په اړه پوښتنه وكړه، هغه د نا امنۍ ترڅنګ د ټاكنو د روڼتيا او حكومتي چارواكو په احتمالي مداخلې هم اندېښنه ښيي.

امنيتي ارګانونه مسئوليت لري، چې د ولسمشرۍ د نوماندانو او د هغوى د مرستيالانو امنيت ټينګ كړي.

د كورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال محمد نجيب دانش د نوماندانو د امنيت د ټينګښت په موخه هر نوماند ته درې زرې موټر او ۳۵ ساتونكي وركوي.

قيوم كرزي هم د ولسمشرۍ څوكۍ ترلاسه كولو ته ځان نوماند كړى، كه څه هم هغه په نا امنيو اندېښمن دى، خو ډاډمن دى، چې د ولسمشرۍ ټاكنې به ښې ترسره شي.

په ښارونو او كليو كې په ځانګړو ځايونو كې د تبليغاتي پاڼو لګول او بېلابېلو سيمو ته د نوماندانو تګ د نوماندانو د ټاكنيز كمپاين مهمه برخه جوړوي.

Trending

Exit mobile version