1393ټاكنې
د ولسمشرۍ نوماندان بايد د خلكو د رايو درناوى وكړي
د هلمند ولايت په لښكرگاه كې د مدنې ټولنو استازيو د جمعې په ورځ(د وري۲۳) په بشپړ ټينگار وويل:
ځينې كړۍ هڅه كوي، چې د ټاكنو په پايلو كې لاس وهنې وكړي او د خلكو رايې تر پښو لاندې كړي.
دغه غونډه، چې په دې ولايت كې د خبريالانو، مدني ټولنو او يو شمېرمحصلينوپه گډون جوړه شوه؛ په كې گډونوالو وويل، چې دولت او اړوند كمسيونونه بايد د ټاكنو پايلې بايد په روښانه توگه اعلان او سياسي معاملو ته په كې ځاى ورنه كړي.
د دوى په وينا، په سختوحالاتو كې د هر ولايت زرگونه خلك راووتل او د خپلې خوښې نوماندانوته يې رايې وركړې؛ خو اوسمهال د ځينو كړيو لخوا هڅې كيږي، چې د ټاكنو په پايلو كې لاس وهنې وكړي او ځان خپلې موخې ته ورسوي، چې دا د ملت او د خلكو د رايو سپكاوى دى او بايد د خلكو رايو ته درناوى وشي.
د دوى په وينا، د تېر په پرتله ټولټاكنې له درغليو څخه تر ډېره خوندي وې. دوى له دولت او دواړو كمسيونونو څخه غوښتنه كوي، چې د افغانانو دغه لويې غوښتنې د گوند، ژبې او نورو سياسي مسايلو قربان نه شي.
دا په داسې حال كې ده، چې دا مهال د انترنيت په پاڼو داسې تصويرونه او ويديوگانې خپرې شوې دي،
چې د يوه ځانگړي نوماند په گټه صندوقان ډكيږي.