سیمه ییز خبرونه

د ولسمشرۍ نوماندان باید تر ټاكلې مودې مخكې ټاكنيز كمپاين ونه كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د ولسمشرۍ نوماندانو ته خبر دارى وركوي، چې تر ټاكلې مودې مخكې ټاكنيز كمپاين ونه كړي. د دغه كميسيون چارواكي وايي، ځينو نوماندانو ولايتونو ته په همدې موخه سفرونه كړي او كه دا ډول كارونو ته دوام وركړي نو له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

د افغانستان د ټاكنو د خپلواك كميسيون د مهالوېش له مخې د روان لمريز كال د سلواغې له ۱۳مې د راتلونكي كال د وري تر ۱۳ مې پورې د ولسشمرۍ د نوماندانو لپاره د ټاكنيزو منډوترړو موده ټاكل شوې ده.

خو په دې وروستيو كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون په شمول يو شمېر بنسټونو له وخت مخكې د ولسشرې د نوماندانو په ټاكنيز كمپاين اندېښنه ښودلې ده.

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وايي، د ولسشمرۍ ځينو نوماندانو له وخت وړاندې په كمپاين لاس پورې كړى، چې كه دوام ومومي د دغه كميسيون له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون وياند كه څه هم د كوم ځانګړي نوماند نوم نه اخلي، خو وايي چې ولايتونو ته سفرونه كوي او په ټاكنيزو غونډو كې برخه اخلي.

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون ځينې رسنۍ هم د داسې خپرونو په جوړولو تورنوي، چې د دوى په اند ټاكنيزه فضا اغېزمنوي او له ټاكلي كړنلارې سرغړونه كوي.

د غه كميسيون له رسنيو وغوښتل، چې په دې برخه كې له پوره دقت څخه كار واخلي.

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون دغه راز وايي، د ولسمشرۍ د ځينو نوماندانو د مرستيالانو په اړه د ځمكو د غصب او له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه ورته شكايتونه شوي، چې ترڅېړنو وروسته يې د ځينو دوسيې څارنوالۍ ته استول شوې او د ځينو نورو يې د استولو په حال كې دي، خو دغه چارواكي د كوم ځانګړي شخص د نامه له اخستلو ډډه كوي.

Trending

Exit mobile version