سیمه ییز خبرونه

د ولسمشرۍ نوماندان باید د رسنیو د فعالیت د تنظیم لایحه تر پښو لاندې نکړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رسنيو كميسيون د ولسمشرۍ له كانديدانو غواړي، چې د ټاكنيزو كمپاينونو پر مهال د خبريالانو كار ته درناوى وكړي او د رسنيو د فعاليت د تنظيم لايحه تر پښو لاندې نه كړي. د دې كميسيون مسئولين همدا راز وايي، د ولسمشرۍ د يوه كانديد ګل آغا شيرزي هغه شكايت ور رسېدلى چې له رسنيو شوى دى.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رسنيو كميسيون له رسنيو غواړي، چې د ولسمشرۍ ټولو كانديدانو ته وخت وركړي، چې خپل ليدلوری بيان كړي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رسنيو د كميسيون د مشرې فریدې نیکزاد په وېنا، تر اوسه د ولسمشرۍ يوه كانديد د رسنيو او يوه بل كانديد د ولسمشرۍ د يوه بل كانديد خلاف شكايت درج كړى. دوی د رسنيو د فعاليت د تنظيم د لايحې د رعايت غوښتنه كوي.

د دې كميسيون په باور ټاكنيز بنسټونه نه شي كولاى د افغانستان په كليو كې پر اطلاعاتو باندې د لاس رسي په برخه كې د خبريالانو د فعاليتونو پر وړاندې خنډ شي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رسنيو د كميسيون كميشنر حشمت رادفر همدا راز د ولسمشرۍ له يولسو كانديدانو غواړي، چې د خبريالانو كار ته درناوى وكړي.

اولس ورځې كېږي، چې د ولسمشرۍ د كانديدانو ټاكنيز كمپاينونه پېل شوي دي، خو تر اوسه يو كانديد لويي څارنوالۍ ته پېژندل شوی او يو هم ۵۰ زره افغانۍ جريمه شوى.

Trending

Exit mobile version