سیمه ییز خبرونه
د ولسمشرۍ نوماندان دې درسي بهير نه گډوډ وي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د نوماندانو له خوا په جوړو شويو غونډو كې ډېر گډونوال زده كوونكي دي او دا اندېښنه راپورته شوې، چې ښايي د نوماندانو ټاكنيز كمپاينونه تعليمي موسسو او په تېره بيا ښوونځيو ته هم وغزيږي.
د پوهنې وزارت له نوماندانو غوښتي چې په خپلو مبارزو كې د زده كړې د بهير په وړاندې ستونزې جوړې نه كړي.
د پوهنې وزارت د نشراتو رييس كبيرحقمل وايي، د پوهنې وزارت اړوند بنسټونه په خپلواكه توگه خپل كارونه پرمخ وړي او د ولسمشرۍ له نوماندانو هيله ده، چې درسي بهير گډوډ نه كړي.
ښاغلى حقمل زياتوي، چې تركيې ژمنه كړې، چې د افغان ترك ښوونځيو څانگې به هغه ولايتونو ته هم وغزوي، چې تراوسه په كې فعالې شوې نه دي.
د ولسمشرۍ د راتلونكيو ټاكنو د نوماندانو د ټاكنيزو مبارزو په پيليدو يوځل بيا هغه اندېښنې زور اخلي، چې گنې ځيني نوماندان به دولتي امكانات په خپله گټه وكاروي.