سیمه ییز خبرونه
د ولسمشرۍ نوماندان دې د استيناف غوښتنې غونډو ته اسناد او شواهد راوړي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون مسوولين د ولسمشرۍ له نوماندانو غواړي، چې د استيناف غوښتنې په غونډو كې دې له ځان سره اسناد او شواهد ولري.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وياند نادر محسني وايي:
په لومړنۍ علني جلسه كې د پېنځه محلونو رايې؛ ځكه باطلې كړې، چې د سپيناوي لپاره يې د نوماندانو د ټاكنيزو كمپاينونو د مركزونو لخوا قوي دفاعيه وړاندې نه شوه.
د ټاكنو د قانون له مخې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون بايد په علني غونډو كې شكايتونه وڅېړي.
د ښاغلي محسني په وينا، د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون بايد ۷۰۰ هغه شكايتونه، چې جدي بلل كيږي په علني غونډو كې وڅيړي.
بايد په تمه پاتې شو، چې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون علني غونډې به د وري د شپاړسمي نيټې ولسمشريزو ټاكنو برخليك كوم لوري ته يوسي.