تازه خبرونه
په جوزجان كې د سيلاب له كبله د مړيو شمېر شپيته تنو ته ورسيد
چارواكي وايي، په جوزجان ولايت كې ۶۰ تنه مړه او ۲۱ نور تريتم دي.
د جوزجان والي وايي، چې سيلاب خلكو ته درانده زيانونه اړولي او بېړنيو او دوامداره مرستو ته اړتيا لري.
د جوزجان والي باى مراد قوينلي وايي:
په خواجه دوكوه ولسوالۍ كې ډېرې هغه كورنۍ، چې د سيلاب له كبله گير پاتې وې؛ د هوا له لارې ژغورل شوې دي.
په جوزجان كې د ملي اردو د كنډك قوماندان ډگرمن محمد صبور وايي:
ملي اردو د هوا له لارې له تېرې ورځې را پديخوا په خواجه دوكوه ولسوالۍ كې له ۲ زره ډېر هغه كسان ژغورلي، چې په سيلاب كې بند پاتې ول.
هغه زياتوي:
ملي اردو هڅه كوي، چې دغو كورنيو ته خوراكي مواد ووېشل شي.
د افغانستان د هوايي ځواكونو افسر عبدالكريم وايي:
له پرون راهيسې گڼ كسان له مرگه ژغورل شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د جوزجان په درزاب، قوش تپه او خواجه دوكوه ولسواليو كې سيلابونو خلكو ته درانده مالي زيانونه هم اړولي، چې تراوسه يې كره كچه څرگنده نه ده .