تازه خبرونه
د ولسمشرۍ نوماندان د ښځو په اړه څرگند پروگرامونه نه لري- صوفي
د افغانستان د ښځو شبكه د ښځو لپاره د ولسمشرۍ د دوه مخكښو كانديدانو پروگرامونه نامشخص بولي.
د افغانستان د ښځو شبكې اجرائيوي مشره حسينه صوفي وايي:
د وري د ۱۶ په ټاكنو كې د ښځو حضور ۳۶ سلنه و.مونږ چمتو يو، چې په دوه يم پړاو ټاكنو كې د ښځو د مشاركت په تړاو د عامه پوهاوي پروگرامونه پيل كړو. په دې توگه به په ټاكنو كې د ښځو د مشاركت كچه لوړه شي.
د افغانستان د ښځو شبكې غړې زرقا يفتلي وايي:
په ځينو ولايتونو كې ناامني او د ټاكنو د قانون په اړه د خلكو د پوهاوي د كچې ټيټ والىد دوه یم پړاو ټاكنوټوليزې ننگونې دي.
د دې شبكې بله غړې سميرا حميدي له مخكښو كانديدانو غواړي، چې د ښځو د رول د پياوړتيا او د جنسيت د برابرۍ په اړه خپل پروگرامونه روښانه كړي.
ښايي ناامنۍ او نورې ننگونې په دوه يم پړاو ټاكنو كې د ښځو پر گډون اغېز وكړي، خو دې ټولو ته په پام د افغانستان د ښځو شبكه هيله لري، چې په دوه يم پړاو ټاكنو كې به د ښځو رول پراخ وي.