1393ټاكنې
د ولسمشرۍ نوماند داود سلطان زوی د ټاكنو پر امنيت اندېښمن دى
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
داود سلطان زوى د جمعې په ورځ(د وري۸) په كابل كې خپلو پلويانو ته وويل: ځينې حكومتي كړۍ هڅه كوي، چې د ټاكنو په ورځ امنيت خراب كړي.
نوموړى خبردارى وركوي، چې له دې كسانو سره به محاسبه وشي.
د ولسمشرۍ كانديد داود سلطان زوی د خپلو پروگرامونو د بيانولو لپاره د ښاري سيمې د كثافاتو د غونډولو د كمپاين له لارې وغوښتل، چې خلكو ته د چاپېريال پاك ساتلو پيغام ورسوي.
په څو راتلونكيو ورځو كې به د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاكنو ټاكنيز كمپاينونه پاى ته ورسيږي؛ خو د ټاكنو امنيت اوس هم د ولسمشرۍ د دې كانديد لپاره د اندېښنې وړ مساله ده.
نوموړى ځينې حكومتي كړۍ تورنوي، چې د ټاكنو په ورځ د هېواد په ځينو سيمو كې ناامنيو ته لمن وهي.
كه څه هم حكومت تل په ټاكنو كې په بې طرفۍ ټينگار كوي؛ خو د سلطان زوى په باور راتلونكې ټاكنې به رڼې نه وي او پايلو ته يې اندېښنه لري.