1393ټاكنې

د ولسمشرۍ نوماند زلمی رسول: د رایو په شمېرلو کې باید خیانت و نه شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشرۍ كانديد زلمى رسول د ټاكنو له خپلواك كميسيون څخه غواړي، چې د رايو په شمېرلو كې خيانت ونه شي. نوموړي په ټاكنو كې د درغليو په باب اندېښنه وښوده او ويي ويل، د ځينو كانديدانو له خوا د ټاكنو د پايلو اعلان له وخت مخكې خبره ده.

د شنبې په ورځ ( د وري ۱۶ ) څه باندې اووه ميليون وګړي د نوي ولسمشر د ټاكلو لپاره د رايو صندوقونو ته ولاړل.

اوس د ټاكنو حساسه او جنجالي مرحله ده. د رايو شمېرل، كوم بهير، چې ټول افغانان په ځانګړې توګه د ولسمشرۍ كانديدان يي پر روڼ تيا ټينګار كوي او وايي، د ټاكنو په پايلو كې لاسوهنه كولاى شي دا بهير له ناكامۍ سره مخامخ كړي.

د ولسمشرۍ نوماند زلمی رسول هغه اوازې ردوي، چې وايي حكومت د ده د برياليتوب لپاره هڅې كوي.

ده وويل، كه رايي په روڼ ډول وشمېرل شي، د ټاكنو پايلې به ومني. نوموړي د ولسمشرۍ د ځينو كانديدانو له خوا د ټاكنو د پايلو اعلام مخكې له وخته خبره بولي.

د قانون له مخې، د ولسمشرۍ د ټاكنو لومړنۍ پاېلې د غويي په څلورمه اعلام كېږي او وروسته به د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون په دې برخه كې شوي شكايتونه څېړي او د خپلو څېړنو پايله د غويي تر ۱۸ د ټاكنو خپلواك كميسيون ته وركوي او پر بنسټ به يي د ټاكنو خپلواك كميسيون له يوې اوونۍ وروسته د غويي په ۲۴ د ټاكنو وروستۍ پايله اعلام كړي. د غبرګولي په لومړۍ نوى ولسمشر معرفي كېږي.

Trending

Exit mobile version