سیمه ییز خبرونه
د ولسمشرۍ ټاكنې بايد دويم پړاو ته ولاړې نه شي
د ملي دفاع وزارت وايي، د ولسمشرۍ ټاكنې بايد دويم پړاو ته ولاړې نه شي. د دې وزارت د اوپراسيون رئيس په روڼ ډول د ټاكنو تر سره كېدل د هېواد د ثبات د ټينګښت لپاره يواځينى لار بولي او وايي، كه ټاكنې دويم پړاو ته ولاړې شي، افغان ځواكونه يي د امنيت ساتنې لپاره بشپړ چمتوالى لري.
د ملي دفاع وزارت تېر لمريز كال د افغانستان لپاره خونړى بولي او وايي، وسله والو طالبانو د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتو په همكارۍ سره هڅه وكړه څو د افغانستان په زياتو سيمو كې واك ته ورسېږي.
د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظیمي وايي، په تېر كال كې زرګونه وسله وال وژل شوي او هغوی خپلو موخو ته په رسېدو كې پاتې راغلي.
نوموړی زیاتوي، چې په تېر لمريز كال كې همدا راز د ملي اردو له ۱۱ سوو زيات سرتېري وژل شوي دي.
دا وزارت له افغان امنيتي ځواكونو څخه د افغانستان د ۹۳ په سلو كې خلكو ملاتړ، د افغان ځواكونو له خوا په خپلواك ډول د ۹۷په سلو كې خپلواكو عملياتو تر سره كول او د وسله والو طالبانو د پروګرامونو او پلانونو مخنيوى د تېر كال مهمې لاسته راوړنې بولي.
خو د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون رئيس افضل امان دويم پړاو ته د ولسمشرۍ د ټاكنو د احتمالي غځولو په باب اندېښنه لري.
د دې وزارت د مسئولينو په وېنا، افغان ځواكونه به پرې نږدي، چې وسله وال طالبان د ټاكنو مخه ډپ كړي.
ملي دفاع وزارت همدا راز وايي، په نوي كال كې يي د وسله والو د ځپلو لپاره د فتح په نوم عمليات پېل كړي، چې تر راتلونكي كاله به دوام ولري.
دوی وايي، د ملي اردو د تلفاتو ۸۵ په سلو كې برخه د واټ غاړو ماينونو د چاودنو له اړخه رامنځته شوې ده.