سیمه ییز خبرونه

د ولسمشرۍ پر نوماندانو د لگيدلو تورونو اسناد دې لويې څارونوالۍ ته وليږل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ لپاره له يوولس نوماندانو څخه اووه تنه د كابل د اوسيدونكيو له خوا په بشري ضد جنايتونو، د ځمكو په غصب او وژنو تورن شوي دي.

دغه شكايتونه د ورستي نوملړ له خپريدو وړاندې د ټاكنو شكايتونو كميسيون ته رسيدلي هم دي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نادرمحسني وايي:

د دغو شكايتونو د څېړلو صلاحيت عدلي قضايې بنسټونه لري او كه پر كوم نوماند د محكمې له خوا حكم صادر شي؛ نو د ټاكنو له ورستي نوم لړ څخه به يې نوم وايستل شي.

نوموړى زياتوي، د دغو تورونو يو لړ اسناد يې لويې څارنوالۍ ته ليږلي دي.

د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي وايي، چې تر اوسه دا ډول اسناد نه دي رارسيدلي.

د نوموړي په وينا، لويه څارنوالي سخته په تمه ده، چې د ټاكنو شكايتونو د كميسيون له خوا ورته د تورنو نوماندانو نوملړ ورسيږي.

پر يو شمېر نوماندانو د بشري ضد جرمونو او قتلونو د تورونو لگيدو د ولسمشرۍ د نوماند داود سطان زوى او د ولسي جرگې د غړي شېر محمد اخند زاده بېلابېل غبرگونونه را پارولي او وايي، چې  دا ۱۳ كاله هيچا په دې اړه كار نه دى كړى. دوى غواړي، چې د نوماندانو په اړه دې بشپړ اسناد څارنوالۍ ته وړاندې شي.

تر اوسه د ټاكنو تر سره كيدو ته شاوخوا سل ورځې پاته دي. وليدل شي، چې په دې موده كې به د قضايې بنستونو له خوا په كوم جرم كوم  نوماند د نوماندانو له ورستي نوم لړ څخه ليري شي..

Trending

Exit mobile version