سیمه ییز خبرونه

د ولسمشرۍ څلور كانديدان په ټاكنيزو سرغړونو تورن شوي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنو خپلواك كميسيون د ولسمشرۍ څلور كانديدان په ټاكنيزو سرغړونو تورن كړل.

په خبرو كې د قانون تطبيق، خو په عمل كې د قانون تر پښو لاندې كول. ټاكنيزو شكايتونو ته د رسيدګۍ كميسيون په يوې علني ناسته كې وويل، د ولسمشرۍ ټاكنو د كانديدانو د ټاكنيزو مبارزو له پېل څخه تر اوسه څلور شكايتونه د ولسمشرۍ د څلورو كانديدانو پر خلاف ثبت شوي دي.

د دې كميسيون موندنې ښيي چې، عبدالرحيم وردګ په پروان ولايت كې د يوه ښونځي د مسئولينو له لوري د زده كوونكو هڅول له نوموړي څخه د ملاتړ لپاره،

اشرف غني احمدزى د هغو زرهي وسايطو نه سپارل، چې د امنيتي چارو د لېږد د كميسيون د مشرۍ پر مهال ور سپارل شوي و، او اوس له دې وسايطو څخه په ټاكنيزو منډو ترړو كې استفاده كوي.

عبدالرب رسول سياف د تبليغاتي موادو د انتقال لپاره له دولتي وسايطو څخه استفاده او داوود سلطان زوى د خبريالانو په ګواښلو تورن دي.

د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون د پرېكړې له مخې، اشرف غني احمدزى ۵۰ زره افغانۍ نغدي جريمه او داوود سطان زوى لويې څارنوالۍ ته وپېژندل شو.

عبدالستار سعادت د ټاكنيزو شكايتونو د خپلواك كميسيون رئيس همدا راز ټينګار كوي، ځينو امنيه قومندانانو او واليانو د ولسمشر حامد كرزي له ادرس څخه خلك د خوښې وړ كانديد ته د رايي وركولو لپاره هڅولي او حتى كانديدانو له سوداګرو غوښتي، چې د ټاكنيزو كمپاينونو لګښتونه يي پوره كړي.

د ټاكنيزو شكايتونو د رسيدګۍ كميسيون وايي، د ولسمشرۍ راتلونكې ټاكنې د افغانانو د برخليك ټاكلو كې مهمې دي، دا بنسټ د ولسمشرۍ له ټولو كانديدانو غواړي، چې خپل ټاكنيز كمپاينونه د قانون په چوكاټ كې تر سره كړي له دې پرته به له سخت غبرګون سره مخامخ شي.

Trending

Exit mobile version