سیمه ییز خبرونه

د ولسمشرۍ کاندیدانو ډېره تکیه پر قومیت کړې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرګې غړي وايي، چې د ولسمشرۍ كانديدانو ډېره تكيه پر قوميت كړې ده او قومي مثلث يې جوړ كړى دى. دوى زیاتوي، چې د كانديدانو په منځ كې داسې كسان شته، چې د افغانستان د ستونزو د هوارۍ او پرمختګ لپاره هېڅ ډول پروګرام نلري.

ولسمشرۍ  ته د كانديد كېدو په وروستۍ نېټه، چې تېره يكشنبه ( د تلې ۱۴ ) وه، ګڼ شمېر د كانديدانو په توګه د نوم ليكنې لپاره د ٰټاكنو پر كميسيون ور توى شول.

د ولسي جرګې غړي وايي، چې د ولسمشرۍ په څو درجنه كانديدانو كې داسې څېرې هم شته، چې هېڅ شناخت او پروګرام نلري.

د كانديدانو د شمېر زياتوالي هغه وړاندوينې هم ناسمې ثابتې كړې، چې ويل كېدل دا ځل به د ولسمشرۍ كانديدان د ګوتو په شمېر وي.

له بلې خوا د ولسي جرګې مرستیال میرویس یاسیني د ټاكنو له خپلواك كميسيون څخه غواړي، چې د ولسي جرګې څخه د مستعفي شويو كسانو پر ځاى نور كسان جرګې ته معرفي كړي.

اووه ويشتو كسانو د ولسمشرۍ د كانديدانو په توګه نومونه ليكلي دي.

زلمى رسول، عبدالرب رسول سياف، عبدالرحيم وردګ هغه كسان دي، چې تازه يې له حكومتي دندو استعفاوې كړې دي.

قيوم كرزى هم حكومت ته له نژدې كسانو شمېرل كېږي.

ډاكتر اشرف غني احمدزى له خپل ځانګړى دريځه د ولسمشرۍ په كانديدانو ورګډ شوى، خو ډاكتر عبدالله بيا د حكومت له سياسي مخالف اړخه ځان كانديد كړى دى.

خديجه غزنوي يوازينۍ مېرمن ده، چې ولسمشرۍ ته كانديد شوې، خو نهه نورې مېرمنې د كانديدانو د مرستيالانو په توګه ثبت شوې دي.

وبه ليدل شي، چې د كانديدانو شمېر په خپل حال پاتې كېږي او يا دا، چې د سياسي معاملو او جوړجاړيو په ترڅ كې به د ګوتو په شمېر كانديدان ټاكنيزو سياليو ته ووځي.

Trending

Exit mobile version