تازه خبرونه
د ولسمشرۍ کاندیدان دې د ټاکنو اخلاقی اصولو ته پام وکړي
مشرانو جرګې له خلكو وغوښتل، چې د غبرګولي د ۲۴ په ټاكنو كې پراخ ګډون وكړي. د مشرانو جرګې ځينو غړو د ولسمشرۍ له كانديدانو او د هغوی له پلويانو وغوښتل، چې د ټاکنو اخلاقی اصولو ته په پام د یو بل پر وړاندې له تندو الفاظو کار وانخلي، ځکه چی پر ټاکنو اغېز کوي.
د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاكنو په درشل كې مشرانو جرګه له كانديدانو او د هغوی له پلويانو غواړي، چې د يو او بل پر وړاندې د اصولو خلاف الفاظ ونه كاروي.
دوی له كانديدانو غوښتنه وكړه، چې كانديدان بايد خپل كمپاينونه له قوانينو سره سم پر مخ يوسي، پرته له دې به د دوی په خبره په ټاكنو بد اغېز وكړي.
د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلمیار له خلكو غواړي، چې د خپل سياسي برخليك د ټاكلو لپاره ټاكنو كې پراخ ګډون وكړي.
ټاكل شوې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاكنې د همدې مياشتې په ۲۴ تر سره شي.