1393ټاكنې
د ولسمشر او اجرايي ريیس تر منځ اختلافات پیدا شوي
د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د ريیس او غړو په ټاکنه یو ځل بیا د ولسمشر او اجرايي ريیس تر منځ اختلافات را ولاړ شوي دي.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي د رهبرانو اختلافات د دې لامل شوي چې کمیسیون په کار پیل ونه کړي.
دوی وايي چې حکومت د ټاکنیز نظام اصلاح ته لیوالتیا نلري چې له کبله یې د حکومت مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راځي.
د ملي یوالي د حکومت د جوړښت د هوکړه لیک یوه ماده دا چې حکومت به د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره کمیسیون جوړوي، چې دغه کمیسیون لاهم نه دی جوړ شوی.
د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده:
“له بده مرغه دغه اختلافونه دومره ډير شوي چې دې کار د کمیسیون د کارکوونکو په تقرر کې یو لړ بدلونونه راوستي دي.“
د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې هغه ګومانونه په یقین بدلیدونکي دي چې ګواکي دملي یوالي حکومت په تاکنیز نظام د اصلاح لپاره لیوالتیا نلري.
د افغانستان د دازادو او عادلانه ټآکنو د بنسټ ريیس یوسف رشید:
” د حکومت یو لوری تل د سرو کرښو په رسمولو سره ځان ته قناعت ورکوي او د حکومت بل لوری هم یوازې ژمنې ورکوي، هغه هم تکرار شوې ژمنې.“
څارونکي وايي چې حکومت غواړي وخت خوشي تیر کړي او د کمیسیون د کار وخت محدود کړي تر څو ژور اصلاحات را نه ولي.
د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ غړی شامحمود مل:
“که د دې کمیسیون کاري موده ډيره کمه وي، نو دا په دې معنا ده چې له دې کمیسیون څخه به یوه سمبولیکه ګټنه وشي؛ ځکه چې د ټاکنیزو سمونونو ټول اړخیزه څیړنه ډير وخت ته اړتیا لري او دا کار په لږه موده کې ناشونی دی.“
د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون ځیني غړي په دې باور دي چې د هوکړې سره سم په ټاکنیز نظام کې اصلاحات را نه شي، د حکومت مشروعیت هم ته پوښتنې لاندې کیږي.
د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون غړی صدیق الله توحیدي:
“که لازم او اړین سمونونه رانه شي او حکومت یې ملاتړ ونکړي، نو په دې معنا ده چې د اوسنې حکومت مشروعیت په خپله تر پوښتنې لاندې راځي.“
ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرايي ریاست حاضر نه شول چې په دې هکله خبرې وکړي.