تازه خبرونه
د ولسمشر او اجرايي رییس تر منځ د وزیرانو په غوراوي نانندرۍ روانې دي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د نوې کابینې لپاره د وزیرانو د غوراوي کمیټه وايي چې حکومت د روانې اوونۍ تر پایه ټول غړي معرفي کړي.
په داسې حال کې چې ولسي جرګې هم حکومت ته ضرب الاجل ټاکلي، د دغې کمیتې غړي وايي چې لاهم د ولسمشر او اجرايي رییس تر منځ د وزیرانو په غوراوي نانندرۍ روانې دي.
سیاسي کارپوه محمد امین فرهنګ وايي چې ولسمشر غني د ملي امنیت او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پخوانیو ريیسانو، عارف سروري او فضل احمد معنوي سره کتلي دي.
د تیرې یکشنبې په ورځ د اجرايي ریاست دویم مرستیال محمد محقق ویلي و چې تر سې شنبې به د نهو کلیدي وزارتونو ه کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي.