سیمه ییز خبرونه
د ولسمشر حامد كرزي د ترور پلان شنډ شوى- مشعل
د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل وايي، چې:
په كابل كې له القاعده سره تړلې يوې شپږكسيزې ډلې پلان درلود، چې افغان ولسمشر ترور كړي.
د ملي امنيت وياند زياته كړې، چې:
د كابل د طبي پوهنتون د مايكرو بيولوژۍ د څانگې امر ډاكټر ايمل حبيب د دغې ډلې مشري كوله او په دغه پلان كې د سلام په نوم د ځانگړي(خصوصي) پوهنتون او د طبي پوهنتون دوه زده كړيالو(محصلينو) هم برخه درلوده، چې د افغان ولسمشر حامد كرزي د يوه ساتونكي محب الله په واسطه افغان ولسمشر حامد كرزى ترور كړي.
د ملي امينت وياند ټينگاركړى، چې:
د كابل د طبي پوهنتون د مايكرو بيالوژي د ديپارتمنت امرډاكټر ايمل حبيب، د سلام پوهنتون محصل پرويزمشهورپه عبدالعزيز، د طب پوهنځي محصلين رحمت الله رامين او عبدالحميد مشعل د ولسمشرساتونكى محب الله او د كابل ښاراوسيدونكى عبدالبشيرد دغه پلان اصلي طراحان ول.
د لطف الله مشعل په وينا:
دوى يو كال كيږي، چې د طبي پوهنتون د سقافت ښوونكي سيد آقا په لارښوونه له القاعده ډلې سره يو ځاي شوي وه اوغوښتل يې، چې د ولسمشرد محافظينو په مرسته ولسمشرتروركړي؛ خو د ملي امنيت د ارگان په هڅو دغه كسان نيول شوي او پخپل جرم يې اعتراف هم كړى دى.
د ملي امنيت وياند وويل، چې:
د ډلې د مشرډاكټرايمل حبيب په بانكي حساب د بېلابېلو بهرنيو موسسو لخوا تر يو زر و پنځوس زره ډالر وارد شوي، چي دوى پرې خپلې چارې تر سره كولې.