تازه خبرونه

د ولسمشر د تقنیني فرمان ګډې کمیټې ته لس کسان د رایو په اکثریت غوره شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسي جرګې له دوهاوونیو ناندریو وروسته لس تنه د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشرد تقنیني فرمان ګډې کمیټې ته وروپېژندل اود رایو په اکثریت یې وټاکل.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال عبدالظاهر قدیروايي،چې حکومت باید په ټاکنیزو بنسټونو کې ژور اصلاحات راولي او پارلماني ټاکنې د خلکو له غوښتنو سره سمې تر سره کړي.

قدرت الله ذکي، صدیق احمد عثماني، نادیه بابرخېل، عبدالقادر ځاځی، نثار احمد غوریانی، عبدالله بارکزی، صالح محمد، کبرا مصطفوي، محمد هاشم مهدوي او سرور عثماني د ګډې کمیټې د غړیو له پاره ټاکل شوي دي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال عبدالظاهر قدیرد دغو لس کسانو د ټاکلو له پاره دجرګې رایه واخیسته او په بشپړ رایو غوره شول.

دغه نوملړ د رایو په اکثریت تائيد شو او ۱۵ مخالفې رایې یې تر خپلې کړې؛خو د عدلي او قضايي جرګه ګۍ مرستیالمحمد عبده وايي،چې جعلي نوملړ رایو ته وړاندې شوی دی.

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډه کمیټه به د ولسمشر پرتقنیني فرمان بحث او خبرې کوي او یوې پایلې ته به رسیږي.

دغه کمیټه کولی شي دغه فرمان تائید او یا هم رد کړي.

خبریال:رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version