سیمه ییز خبرونه
د ولسمشر د لومړي مرستيال امنيتي ډلې د مشرانو جرګې يو سلاكار وهلى دى
مشرانو جرګه وايي، د ولسمشر د لومړي مرستيال امنيتي ډلې د شنبې په ورځ ( د ليندۍ ۳۰ ) د ملي شورا په انګړ كې د مشرانو جرګې يو سلاكار وهلى دى. مشرانو جرګه د ښاغلي مارشال د امنيتي ډلې لخوا په سپيو د ولسي جرګې د تالار تلاشي كول يو ناسم عمل بولي او زياتوي دا موضوع بايد جدي ونيول شي.
د سپيو په واسطه پلټل كه څه هم ښايي ډېرو افغانانو ته نوې خبره نه وي، خو دا، چې د ولسمشر د لومړي مرستيال امنيتي ډلې د ولسي جرګې تالار په سپيو تفتيش كړ، دا مسئله د خبري رسنيو لپاره جالبه شوه.
په دې كار د ولسي جرګې د غړو سربېره د مشرانو جرګې غړو هم تند غبرګون وښود.
سناتوران محى الدين منصف او ليلما احمدي وايي، د سپي په واسطه د ولسي جرګې د تالار پلټنه د ملت د كور سپكاوى دى او هغه كسان، چې جرګې ته يې سپى را وستلى بايد جزا وركړل شي.
د مشرانو جرګې منشي سید فرخ شاه جناب همدارنګه وايي، چې د مارشال فهيم امنيتي ډلې په ملي شورا كې د سناتورانو يو سلاكار هم وهلى دى.
د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته وويل، چې د جرګې تالار ته د سپي راوستل د امنيتي كسانو دنده وه.