تازه خبرونه
د ولسمشر غني پر فرمان له فساد سره د مبارزې کمیسیون رامنځته شو
د ولسمشراشرف غني په فرمان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون جوړ او پېنځه کسان د دغه کمیسیون د غړیو په توګه منظور شول.
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي؛ د ولسمشر پر فرمان همایون حامد، مریم زرمتۍ، عبدالقیوم نظامي، سید محمد هاشمي او فرخ لقا د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون غړي ټاکل شوي دي.
President Ghani in a decree approved the formation of an independent Anti-Corruption Commission, and appointing its five members; Humayoon Hamid, Maryam Zurmati, Abdul Qayum Nezami, Sayed Mohammad Hashemi, Farokh Laqaa.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) November 12, 2020
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي رونالد کوبیا د اداري فساد پروړاندې د مبارزې کمیسیون له جوړېدو هرکلی کړی او په خپل یوه تویت کې یې څرګنده کړې، چې دا کمیسیون د افغانستان د سولې او ښې حکومتولۍ لپاره ګټور دی.
Good news that the Republic continues efforts to address corruption ahead of #Geneva Conference. It is needed and a key contribution to the #AfghanPeaceProcess to increase adherence of Afghans to good governance. #Afghanistan #EU @europeaid https://t.co/OzFQ7519to
— Roland Kobia (@RolandKobia) November 12, 2020
دا په داسې حال کې ده، چې نن د اروپایي اتحادیې پلاوي په افغانستان کې د فساد پروړاندې د مبارزې پر پایلو د بیا کتلو لپاره د فساد پروړاندې شپږم کلنی کنفرانس جوړ او ترسره کړ.
اروپایي ټولنې په ډاګه کړې، چې په دې ناسته کې د مدني ټولنې، خصوصي سکتور، رسمي بنسټونو، رسنیو او نړیوالو سازمانونو ۱۵۰ کسانو برخه اخیستې وه.
په کابل کې د اروپايي اتحادیې سفیر اندریاس فون برانت ویلي؛ باور د سولې په روانو خبرو کې ترټولو مهم اصل دی. لږ تر لږه د دواړو خواو تر منځ باید باور وي او پر دې سربېره ټول ګډونه افغانستان، دیموکراتیک او جمهوري نظام هم غورو والی لري.
فون برایت د اداري فساد پروړاندې د مبارزې کمیسیون له جوړیدو هرکلی کړی او څرګندوي: “که څه هم پرمختګونه په دې برخه کې شوي؛ خو د فساد ضد هڅو ته اړتیا ده، چې د فساد پروړاندې سیاست پلی شي.
ولسمشر د دې کمیسیون د جوړولو په اړه ویلي: زه ډېر خوښ یم، چې کمیسیون جوړ شو، د کمیسیون له پېنځه غړیو درې نرینه او دوه ښځې دي. دا کمیسیون به له ټولو واکونو او سرچینو برخمن وي، د کمیسیون غړي خلکو، ولسي جرګې او حکومت ته ځواب ویونکي دي.
دا په داسې داسې حال کې، چې د ژنیوا ناستې ته یوولس ورځې پاتې دي.