تازه خبرونه
د ولسمشر لومړى مرستيال مارشال فهيم ومړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ولسمشرۍ د ملي امنيت شورا او ارواښاد ته نږدې سرچينو په ډاگه كړه، چې د ولسمشر لومړى مرستيال مارشال فهيم د زړه له ناروغۍ ومړ.
مارشال محمد قسيم فهيم د مرگ تر دمه د ولسمشرحامد كرزي د لومړى مرستيال په توگه پاتې شوى او له دې وړاندې د ملي دفاع د وزير په توگه يې دنده تر سره كړې ده.
افغان ولسمشر حامد كرزى د مارشال محمد قسيم فهيم مړينه يوه نه جبرانيدونكې ضايعه بولي؛ د افغانستان خلكو او د ارواښاد كورنۍ ته يې خپله خواخوږي څرگنده كړه.
ولسمشر حامد كرزي ارواښاد رښتينى افغان او ستر مجاهد و نوماوه؛ ده ته يې له پاك الله څخه د فردوس جنت او كورنۍ ته يې د لوى زغم غوښتنه وكړه.
له ولسمشرۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې له نن يكشنبې(د كب ۱۸) څخه د كب تر ۲۰ به په هېواد كې ملي ماتم او د افغانستان رپى به نيم ځوړند وي.