سیمه ییز خبرونه

د ولسي جرګې او حكومت تر منځ ولاړ شوى كړكېچ پاٰی ته ورسېد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې غړو د شنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ او د كانونو د وزيرانو برخليك ته رايې وركړې، خو د دې جرګې د غړو د څرګندونو پر خلاف، چې ويل يې دغو وزيرانو د خپلو پراختيايي بوديجو له نيمايي څخه كمه برخه لګولې، د استازو د باور رايې خپلې كړې، او په خپلو مقامونو پاته شول.

د ولسي جرګې غړو همدا راز د رايو په غوڅ اكثريت سره د دفاع، كورنيو چارو، لوړو زدكړو، او ښار جوړولو د وزيرانو له استيضاح څخه تېر شول.

د ولسي جرګې او حكومت تر منځ د ځينو وزارتونو له لوري د خپلو  پراختيايي بوديجو د نيمايي برخې څخه د كمې لګولو په تړاو را ولاړ شوى كړكېچ د شنبې په ورځ ( د وري ۱۷ ) پاٰی ته ورسېد.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين او د كانونو وزير وحيدالله شهراني د هغو يوولسو وزيرانو په ډله كې وو، چې ادعا كېږي د ۱۳۹۰ كال د پراختيايي بوديجې د نيمايي برخې كمه يې لګولې ده.

د تېرې دوشنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير او د كانونو د وزير څرګندونو د ولسي جرګې د غړو قناعت حاصل نه كړ، او  د ولسي چرګې غړو د دغوو دوو استیضاح شويو وزيرانو د برخليك لپاره د رايو صندوقونه كېښودل.

خو سيد مخدوم رهين او وحيدالله شهراني د استازو تائيد یي واخيسته او په خپلو پستونو كې پاته شول.

بلخوا د اوبو او انرژۍ وزير او د اقتصاد وزير د تېرې چهارشنبې په ورځ په خپلو پوستونو كې د پاته كېدو لپاره لازمې رايې خپلې كړې، او هغوي استيضاح نه شول.

كه څه هم د دفاع، كورنيو چارو، لوړو زدكړو او ښارجوړولو وزيران هم د استيضاح لپاره ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو، خو د ولسي جرګې غړو د رايو په اكثريت سره خپله دا پرېكړه واخيسته.

د ولسي جرګې غړو تېر لمريز كال پرېكړه كړې وه، چې د كابينې هغه يوولس وزيران استيضاح كړي، چې د ۱۳۹۰ كال د پراختيايي بودجې د پنځوس سلنې كمه برخه يې لګولې ده.

Trending

Exit mobile version