بلخ @ps
د ولسي جرګې د رييس د كورنۍ څلور غړي په يوه ترافيكي پېښه كې مړه شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان د ولسي جرګې د رييس د كورنۍ څلور غړیو په يوه ترافيكي پيښه كې ژوند له لاسه وركړ
دا پېښه تېره شپه په آبدان دښته کې رامنځته شوې ده.
د كندز والي وياند عبدالواسع باصل وايي، چې تېره شپه د ولسي جرګې د رييس عبدالروف ابراهيمي او د تخار د پخواني والي عبدالطيف ابراهيمي د كورنۍ څلور غړیو هغه وخت ژوند له لاسه وركړ، چې موتر يې د امام صاحب ولسوالې او دشت آبدان پر لار له يوه باروړونكي موتر سره ټكر وكړ.
هغه زیاتوي، په دې پېښه كې اووه تنه نور ټپيان شوي دي .