سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرګې د شنبې د ورځې غونډه هم د نصاب د نه بشپړتيا له امله جوړه نه شوه
د ولسي جرګې يو شمېر غړي د نصاب نه پوره کېدل د اداري پلاوي كمزورتيا او د ځينو غړو بې مسئوليتي ګڼي او وايي، د پنځوسو په شاوخوا كې سوداګرو ولسي جرګې ته لاره موندلې، چې د خلكو د ستونزو د حل پر ځاى له پارلماني مصئونيت او امتيازاتو څخه په استفادې خپله سوداګري كوي.
بيا هم د نصاب نه پوره كېدل، په ولسي جرګه كې په يوه عادي ستونزه بدله شوې ده، د ولسي جرګې د شنبه ورځې ( د تلې ۲۰ ) عمومي غونډه هم له همدې امله جوړه نه شوه.
د ولسي جرګې يو شمېر غړي د دغه دوه پر له پسې غونډو نه جوړېدل، د اختر د را رسېدو، د حج مراسمو ته د ولسې جرګې د غړو تګ او په تفرېحي پروګرامونو كې د ځينو غړو ګډون ښيي.
د ولسي جرګې غړي عبدالجبار قهرمان او څارنوال عبدالرؤف وايي، له يوې خوا اداري پلاوى ډېر كمزورى دى او له بلې خوا د ولسي جرګې يو شمېر غړي هم خپل مسئوليت نه پېژني، چې له دې امله ډېر قوانين له تصويب څخه پاتې دي.
د ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې ورځې عمومي غونډه هم له همدې امله جوړه نه شوه.
كه څه هم د ولسي جرګې اداري پلاوي ويلي و، چې كه تر دې وروسته د ولسي جرګې غړي په دريو عمومي غونډو كې حاضر نشي نو قانوني چلند به ورسره وكړي، خو د شنبې په ورځ د ولسي جرګې رئيس په دې اړه له څه ويلو ډډه وكړه.