تازه خبرونه

د ولسي جرګې د غړي پر موټریز کاروان چاودنې مړګ و ژوبله اړولې

Published

on

کورنیو چارو وزارت نن (یکشنبه د لیندۍ ۳۰) څرګنده کړې؛ د کابل د پېنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې بمي چاودنې ۹ کسان وژلي او د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردګ په ګډون ترې له ۲۰ ډېر ولسي وګړي ټپیان دي.

کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي زیاته کړې، چې چاودنه د سپن کلي په سیمه کې شوې او ځایي خلکو ته یې پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په زیانمنو کې ماشومان او ښځې هم شته.

کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې؛ په تېرو درې میاشتو کې د افغانستان وسلوالو مخالفانو ۳۷ ځانمرګي بریدونه او ۵۱۰ ماین چاودنې ترسره کړي، چې په کې ۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت څرګنده کړې، چې دا ډول بریدونه د جګړې په قوانینو کې د جنګي جنایاتو برخه ګڼل شوې ده.

تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا ندی منلی.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې هدفي وژنې او چاودنې ډېرې شوي او تېره اوونۍ د کابل والي مرستیال له خپل همکار سره د نښلیدونکي ماین پر چاودنه وژل شوی و.

Trending

Exit mobile version