سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرګې د لومړي او دويم نايب څوکيو ته کانديدان د ټاکنو په لومړي پړاو کې بريالي نه شول
د ولسي جرګې د لومړي او دويم نايب، منشي او د منشي نايب څوکيو ته کانديدان د ټاکنو په لومړي پړاو کې بريالي نه شول. د ننګرهار د خلکو استازيو حاجي ظاهر قدير او ميرويس ياسيني د لومړي نايب څوکۍ ترلاسه کولو لپاره ځانونه کانديد کړي وو.
په کار وه، چې هر يو کانديد د برياليتوب لپاره د جرګې له حاضرو ٢٢١ تنو څخه د ١١١ تنو موافقې رايې تر لاسه کړي.
د ټاکنو په پاېله کې د جرګې له ٢٢١ حاضرو غړو ٩٠ تنو حاجي قدير ته رايه ورکړه او ميرويس ياسيني ٩٩ رايې واخيستې، چې په دې توګه دواړو ونشواى کولى د جرګې د حاضرو غړو پنځوس جمع يوه رايه واخلي.
قدير او ياسيني نشي کولى، چې په دې يوه کلنه دوره کې بيا ځانونه دې څوکۍ ته ونوموي.
د دويم نايب څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د بلخ استازي احمدشاه رمضان، د هلمند استازي نعمت الله غفاري، د بدخشان استازي امان الله پيمان او د دايکنډي استازي اسدالله سعادتي ځانونه کانديد کړي وو.
خو احمدشاه رمضان ٢٧، نعمت الله غفاري ٦٩، امان الله پيمان ٦١ او اسدالله سعادتي ٣٦ موافقې رايې تر لاسه کړې.
د جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وويل:
له يادو کسانو څخه به بل ځل د دې څوکې لپاره د نعمت الله غفاري او امان الله پيمان تر منځ سيالي وشي.
د منشي د څوکۍ لپاره د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال او د پروان د خلکو استازي عبدالستار خواصي ځانونه کانديد کړي وو.
خو قلاتوال د ٨٠ رايو او خواصي د ١٠١ رايو په تر لاسه کولو سره ونه شواى کړاى، چې د جرګې د منشي په توګه وټاکل شي.
قلاتوال اوخواصي هم نشي کولاى، چې په دې يوکلنه دوره کې بيا د دې څوکۍ لپاره ځانونه کانديد کړي.
دغه راز د نايب منشي د څوکۍ لپاره د بلخ استازي فرهاد عظيمي، د بدخشان استازې نېلوفر ابراهيمي او د کابل د خلکو استازې نظيفې ذکې ځانونه کانديد کړي وو.
خو عظيمي ٨١ ، نيلوفر ٦٥ او ذکي ٣٥ موافقې رايه تر لاسه کړې او بريالي نه شول.
د ولسي جرګې مشر وويل، چې له دې کسانو څخه به د عظيمي او نيلوفر ابراهيمي تر منځ د دويم ځل لپاره ټاکنې وشي.
په تېره يو کلنه دوره کې حاجي ظاهر قدير د لومړي نايب، نعمت الله غفاري د دويم نايب، خواصي د منشي او فرهاد عظيمي د نايب منشي په توګه دنده ترسره کوله.
د يادونې وړ ده، چې د تېر تقنيني كال په پېل كې هم د ولسي جرګې د اداري پلاوي لپاره ټاكنې پر يوه لانجمنه مسئله اوښتې وې.