سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرګې د لومړي مرستيال او منشي د څوکيو ټاکنې دریم پړاو ته وغزېدې
د ولسي جرګې د لومړي مرستيال او منشي د څوکيو کانديدانو د دوشنبې په ورځ ( د کب په ۲۶ ) هم ونه شو کړاى، چې د برياليتوب رايې ترلاسه کړي.
د دوشنبې په ورځ ( د کب ۲۶ ) د ولسي جرګې د لومړي مرستيال د څوکۍ لپاره په دې جرګه کې د پکتيا استازي ګل بادشاه مجيدي، د ميدان وردګو استازي غلام حسين ناصري او د بادغيس استازي غلام سرور فايز ځانونه کانديد کړي وو.
دغه راز د منشي د څوکۍ لپاره د بدخشان استازي عبدالرووف انعامي، د پروان استازې ذکيې سنګين او د هرات استازې سمين بارکزۍ ځانونه کانديد کړي وو.
د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې د غونډې په دويم پړاو ټاکنو کې د جرګې ١٦٥ غړو برخه لرله او هر کانديد بايد د برياليتوب لپاره ٨٣ موافقې رايې ترلاسه کړې واى، خو په دويم پړاو ټاکنو کې د لومړي مرستيال د څوکۍ لپاره کانديد ګل بادشاه مجيدي ٦٢ او غلام حسين ناصري ٣١ موافقې رايې ترلاسه کړې او د يادې څوکۍ په ترلاسه کولو بريالي نه شول.
دغه راز د منشي د څوکۍ لپاره هم په دويم پړاو ټاکنو کې عبدالرووف انعامي ٧٠ او ذکيې سنګين ٣١ رايې ترلاسه کړې او دوى هم بريالي نه شول.
دا په داسې حال کې دی، چې تېره ورځ صالح محمد سلجوقي د ولسي جرګې د دويم مرستيال او عرفان الله عرفان د دې جرګې د نايب منشي په توګه وټاکل شول.