سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرګې غړو د سويلي آسيا د فوټبال په سياليو كې د ملي لوبډلې اتلولي وستايله
د ولسي جرګې غړو پرېكړه وكړه، چې د خپل مياشتني معاش د درې ورځو پېسې به د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړو ته وركوي، د ولسي جرګې رئيس بيا د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړو ته خپل يو مياشتنى معاش ځانګړى كړ. د ولسي جرګې غړو د سويلي آسيا د فوټبال په سياليو كې د ملي لوبډلې اتلولي وستايله.
د ولسي جرګې غړو خپله د شنبې د ورځې ( د وږي ۲۳ ) عمومي غونډه د فوټبال ملي لوبډلې ستاينې ته ځانګړې كړې وه.
د ولسي جرګې غړي غلام حسن ناصري د شكرانې سجدې په ادا كولو سره د سويلي آسيا د فوټبال په سياليو كې د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې د اتل ولي له كبله دغه لوبډله وستايله.
د ولسي جرګي غړو شکریی بارکزۍ او نقیب الله فایق د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې وروستۍ بريا د هېواد د بريا په توګه تعبير كړه.
د ولسي جرګې يوې غړې نظيفه ذكي د فوټبال د ملي لوبډلې ستاينه وكړه، چې هند يي د فوټبال د سياليو په پايلوبه كې مات كړ خو د دې بريا له كبله يي د ځينو هېوادوالو له خوا هوايي ډزې وغندلې، چې خلك يي اندېښمن كړي و او په خبره يي ځينو ته يي مرګ ژوبله واړوله.
نوموړې له امنيتي بنسټونو وغوښتل، چې په راتلونكې كې د دا ډول اقداماتو مخنيوى وكړي.
د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي وويل:
خپل يو مياشتنى معاش به د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو ته وركړي او د راتلونکې دوشنبې په ورځ ( د وږي ۲۵ ) به لوبغاړي د ستايلو په موخه وغواړي.
په غونډه كې همدا راز پرېكړه وشوه، چې د ولسي جرګې غړي به د خپل مياشتني معاش د درې ورځو پيسې لوبغاړو ته وركوي.
د ملي لوبډلې دا بريا په كور دننه د خلكو او دولتي مسئولينو له خوا وستايل شوه، نړيوالو رسنيو هم د فوټبال مللي لوبډله د خپلې دغې بريا له كبله وستايله.
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د جنوبي اسيا د فوتبال د لوبو په سياليو كي په پايلوبه كې هند ته دوه پر صفر ماته وركړه او د اتلولي جام وګاټه او د جنوبي اسيا هېوادونو كې د فوټبال په برخه كي لومړي مقام خپل كړ.