تازه خبرونه

د ولسي جرګې غړي د کابل-واشنګټن تر منځ د امنیتي هوکړه لیک د لاسلیک هر کلی کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې ځینې غړي د کابل- واشنګټن تر منځ د دفاعي او امنیتي هوکړه لیک له لاسلیک هرکلی کوي او وایي، دا هوکړه لیک باید د هېواد د وسله والو ځواکونو اړتیاوې پوره کړي.
اوس، چې د کابل-واشنګټن تر منځ امنیتي هوکړه لیک لاسلیک شوی، دا هوکړه لیک به ولسي جرګې ته استول کېږي او په لومړي ګام کې په دې اړوند د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون کار پېلوي.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړی سید علي کاظمي وایي، دوی د دې هوکړه لیک په اړه خبرې پېل کړي دي.
دوی ټینګار کوي، چې دې تړون کې به د افغانستان ګټې په ګوته او په اړه یې پرېکړه وکړي.
بلخوا د ولسي جرګې غړی عبدالروف انعامي په دې باور دی، چې په ولسي جرګه کې د دې هوکړه لیک پر وړاندې روحیه مثبته ده او ښایي، دا هوکړه لیک له کومې ستونزې پرته تصویب شي.
د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړی نثار حارث وایي، په پرمختللو وسلو د افغان ځواکونو تجهیز د دوی اصلي غوښتنه ده، او که دې مسئلې ته پاملرنه ونه شي، ښایي د دې هوکړه لیک تصویب ګران وي.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي دا هوکړه لیک ځکه لاسلیک نه کړ، چې د نوموړي په باور په کې د افغانستان غوښتنو ته پاملرنه نه ده شوې.

Trending

Exit mobile version