سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرګې غړي نور حق نه لري د وزيرانو د استيضاح لپاره كړى لاسليك بېرته واخلي
د ولسي جرګې غړو د شنبې ورځې په غونډه كې بيا هم د ماليې د وزير د استيضاح پر مسئلې لفظي شخړې وكړې. د ولسي جرګې د غړو تر منځ تر لفظي شخړو وروسته ولسي جرګې د رايو په غوڅ اكثريت سره پرېكړه وكړه، چې د ولسي جرګې غړي نور حق نه لري د كابينې د يوه يا څو وزيرانو د استيضاح لپاره كړى لاسليك بېرته واخلي.
تېره اوونۍ د ولسي جرګې شل په سلو كې غړو د ماليې د وزير لپاره لاسليكونه وكړل، خو په بله ناسته كې يې خپل لاسليكونه بېرته واخيستل.
اوس د ولسي جرګې غړي وايې، له دې ډلې لسو استازو په ليكلې بڼه له خپلو لاسليكونو تېر شول، او دوه تنه نور، چې په بهر كې دي، په ټيلفوني اړيكو كې له دې پرېكړې په شا شول.
د ولسي جرګې غړي قيوم سجادي او محمد اكبري دا كار ناقانونه بولي او د ماليې د وزير د استيضاح غوښتنه كوي.
د شنبې د ورځې ( د غویی ۲۱ ) په ناسته كې د ولسي جرګې ځينې غړي بيا هم په خپلو كې ونښتل، دا لفظي شخړې د ولسي جرګې د يوه غړي لالي حميدزي تر خبرو وروسته پېل شول.
له دې ستونزې څخه د وتو لپاره د ولسي جرګې غړو په غوڅ اكثريت سره پرېكړه وكړه، چې وروسته له دې د ولسي جرګې غړي نه شي كولاى د كابينې د يوه يا څو وزيرانو د استيضاح لپاره خپل شوي لاسليكونه بېرته واخلي.
دې پرېكړې هم كړكېچ پاى ته ونه رساوه، او د ولسي جرګې ډېرو غړو د سري غونډې لپاره رايې وركړې.
په همدې حال كې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال په خپلو پخوانيو څرګندونو ټينګار كوي، چې ويلي يې و، د ولسي جرګې ځينې غړي په فساد او قاچاق كې لاس لري.
عمر زاخېلوال وايې، د ولسي جرګې يوه غړي له خپل سياسي پاسپورت څخه په ګټې اخيستو د شرابو قاچاق كوي او دا دوسيه يې د ملي امنيت شورا او څارنوالۍ ته استولې ده.
نوموړی زیاتوي، چې له يوې مياشتې را په دېخوا د ولسي جرګې د ځينو غړو تر فشار لاندۍ دى، خو دى د ولسي جرګې دغو غړو ته خبردارى وركوي، چې كله به هم اجازه ورنكړي څو ملي عوايدو ته زيان ورسېږي.