سیمه ییز خبرونه
د ولسي جرګې يو شمېر غړي بايد استجواب شي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د مشرانو جرګې ځينو غړو د سه شنبې په ورځ ( د وري ۲۰ ) په عمومي ناسته كې وويل، د ولسي جرګې هغه استازي بايد وضاحت وركړي، چې وايې، په ولسي جرګه كې ځينې معاملې كېږي.
تېره اوونۍ ولسي جرګې د كابينې اووه وزيران د خپلو پراختيايي بوديجو د ۵۰ په سلو كې له كمې برخې څخه د لګولو په دليل استيضاح كړل.
كه څه هم د ځينو وزيرانو څرګندونو د ولسي جرګې د استازو قناعت حاصل نه كړ، خو ټولو يې له دې جرګې څخه د باور رايې واخيستې.
همدا مسئله د دې لامل شوه، چې د ولسي جرګې ځينې غړي د دغو وزيرانو په استيضاح كې د ځينو معاملو ادعاوې وكړي، یو شمېر استازو خو آن د ولسي جرګې د لغوه كېدو غوښتنه كوله.
په همدې حال كې د مشرانو جرګې ځينو غړو دې مسئلې ته په غبرګون كې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو د استجواب غوښتنه وكړه.
دغو سناتورانو له ولسمشر وغوښتل، چې د دې لانجې د غوڅولو لپاره مداخله وكړي.